د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري نوي کابل ښار لپاره برېښنایي سیستم معرفي او تشریح شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
سیستم سازی

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یاد ابتکار د چارو د آسانتیا، مدیریت، روڼتیا چټکتیا او په آغېزمن ډول د خدماتو د وړاندې کؤلو په موخه یاد کړ.

ښاغلي وزیر وویل، په دغه سیسټم کې به د نوي کابل ښار اړوند ټولو معاملو، د نمرو ثبت، د چارو سمون او نورو موضوعاتو کې بشپړ ډاډ رامنځته شي.

د نوي سیستم معرفي غونډه کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوندو متخصصینو یادونه وکړه، دغه سیسټم په ملي (دري، پښتو)  او انګلیسي ژبو ترتیب شوی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت، پراختیا ورکوونکي شرکتونه او عام خلک به ورته په اسانه ډول لاسرسی ولري.

د دوی په وینا، د دې سیستم سره به د کور او ښار جوړولو وزارت د پراختیا ورکوونکو شرکتونو او پیرودونکو ترمنځ د هرې معاملې څخه پر وخت معلومات ترلاسه کېږي، د ځمکو مشخصات، اندازه، نښې او کوډونه به معلوم وي او په ټوله کې به هراړخیزه روڼتیا رامنځته شي.

او همدا راز د ملکیت سندونه به د سیسټم له لوري اجراء کېږي، چې له مخې به یې محترم محاکم شرعي قبالې اجراء کوي.

دغه نوی جوړ شوی سیستم په لومړني حالت کې دی او لا یې هم د غني کېدا په موخه اساسي هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له متخصصینو د زړه له کومې مننه وکړه، چې په دغه چاره کې یې د کور او ښار جوړولو له وزارت سره بشپړه همکاري وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري نوي کابل ښار لپاره برېښنایي سیستم معرفي او تشریح شو

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یاد ابتکار د چارو د آسانتیا، مدیریت، روڼتیا چټکتیا او په آغېزمن ډول...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

دکندز ولایت امام صاحب بندر کې د سلام مخابراتي شبکې د خدمتونو او پلور یو مرکز پرانیستل شو

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکتونو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکو استازولیو څخه...

بېرته خبرونه ته