موضوع: د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې توګه د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (NIXA) پروژه د «مایکروسیستمز» د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ خدماتو شرکت ته چې په کابل ښار، تایمني دوهم سرک کې موقعیت لري، د ټولیزې مبلغې دیارلس میلیونه، اته سوه لس زره او څلور نوې (۱۳,۸۱۰,۰۹۴) افغانیو په ارزښت ورکړې ده.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې په لیکلي ډول، له اړینو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸-منزلې ودانۍ په څلورلسم منزل کې موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د احکامو له مخې وسپاري.

یادونه کېږي چې دا اعلان د قرارداد د تړون معنا نه لري، او تر هغه چې پورته ټاکل شوی مهلت پوره نه شي او قانوني مرحلې بشپړې نه شي، قرارداد به لاسلیک نه‌شي والسلام.

الحاج ملا محمد حنیف "حمزه"
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري معین

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۵ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۳۹ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کلاوډ...

Back to tenders