کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، مخابراتي، ریسلرشرکتونو، غږیزو او انځوریزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۵:۱
Kapisa

یاده غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي، انټرنټي، او غږیزو او تصویري رسنیو شرکتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، او د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والي، په ټاکل شویو رسمي نرخونو مطابق د سیم‌ کارتونو پلور، د فریکونسیو جواز تمدید، د تاورونو د ثبت جواز ترلاسه کول، او د ناقانونه وسایلو د فعالیتونو د مخنیوي په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

همداراز د دې غونډې په جریان کې، د چارو د ښه والي او ستونزو د حل په موخه، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري لازمې لارښوونې وړاندې شوې.

د یادونې وړ ده چې د یادو شرکتونو استازو، د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو تر وړاندې کولو وروسته، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له همکارۍ څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه چې خپل فعالیتونه به د طرزالعملونو او اصولو مطابق ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته