په اداري چارو کې د تاریخ رسونې په اړه میاشتې د لیدو د مرکزي کمېټې خبرتیا

naweed_admin

تاسې ته معلومه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د (۲/۹/۱۴۴۳ نیټې او د ۱۶۹۱ ګڼې) حکم په اساس دسترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د میاشتې د لیدو کمېټه جوړه شوه.

یاده کمېټه هره میاشت د خپل کاري طرزالعمل په اساس د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د میاشتې د لیدو لپاره مؤضف کان ټاکلو ځایونو کې ځای پر ځای کوي، تر څو د میاشتې د لیدو یا نه لیدو په اړه مرکزي کمېټې ته معلومات ورکړي، وروسته د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټه په دې اړه رسمي اعلان کوي.

په دې اساس د دغه مکتوب په وسیله چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د کلیزې د ربیع الأول میاشت او اعلان مو هم ورسره ضمیمه کړي، تر څو تاسو ته خبر درکړو چې ټولې امارتی ادارې مکلفې دي په خپلو مکتوبونو، مراسلاتو او ټولو اداري چاروکې د میاشتې د لیدو د مرکزي کمېټې د اعلان مطابق تاریخ ورسوي.

په درنښت

شیخ عبدالحکیم حقاني

د سترې محکمی رئیس او قاضي القضات

Documents

اطلاعیه ستره محکمه افغانستان

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

موضوع: د شرکت یونیفاید لینک سولوشنز مخابراتي سایټونو د نصب او انسټالیشن خدمتونو (TTSP Grade-D) جواز لیک د سهمونو د واگذاری (انتقال) موضوع په ویب سایټ کې خپرول

څرنګه چې د شرکت بونایفاید لینک سلوشنز د اسهامو د واګذارۍ (انتقال) پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو هغو افرادو او اشخاصو ته چې د دې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۴
Background image
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د سایبري بریدونو د پوهاوي لوړول

د سایبري بریدونو یو د خطرناکو طریقو څخه ټولنیز انجینیري ده، چې بریدګر د تخنیکي وسایلو پر ځای د خلکو له فریب، باور، وېرې او احساساتو ناوړه...

Back to announcements