د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۲۳
نشست هیئت رهبری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته د یاد وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین ښاغلي الحاج ملا محمد حنیف حمزه، تخنیکي معین ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای او د ګڼو برخو د رئیس صاحبانو په کې حضور درلود ترسره شوه.

دغې ناسته کې د اجنډا مطابق د مخابراتو وزارت د ولایتي ریاستونو د ستونزو پر حل، پوسټي خدمتونو، د ولايتي ریاستونو ښوونیزو مرکزونو پر تجهیز، امارتي وزارتونو او اداراتو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د نویو جوړو شویو وبسایټونو پر تطبیق او یو شمېر فرعي موضوعاتو معلومات وړاندې شول او په تړاو یې یو شمېر هدایات ورکړل شول.

د رهبري پلاوي مجلس کې د اپرا ریاست او د تخنیکي کمېټې له لوري د هغو شرکتونو په تړاو چې د پوسټي خدمتونو د جواز شرایط یې پوره کړي معلومات وړاندې شول چې د مقام له لوري یې د جوازد صدور د فیصلې تر څنګ اړوندې برخې ته لازم هدایات وشول، ښاغلي وزیر صاحب د پوسټي شرکتونو د چارو د لا همغږۍ په تړاو ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې د پوسټي مارکېټ د ښه تنظیم په موخه دې یادو شرکتونو ته یو ځانکړی تشخیصیه نمبر جوړ شي.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د نویو جوړ شویو وبسایټونو د تطبیق په موخه یاد ریاست ته دنده وسپارله څو د تفاهمنامو په جوړولو سره یاده چاره پر مخ یوسي او اوسني وبسایټونه چې د نوې ټکنالوجۍ په اساس ډیزاین شوي ترې ګټه پورته شي.

ورته مهال د رهبري پلاوي ناسته کې د هېواد ۱۸ ولایتونو ښوونیزو مرکزونو د کمپیوټرونو د ستونزې د حل په موخه هم د ۳۴۰ پایو کمپیوټرونو د لېږد فیصله وشوه چې اوس مهال د یادو ښوونیزو مرکزونو د تجهیز په موخه په وزارت کې د اپګرېډ یا د ارتقاء په حالت کې دي، چې ورسره به د یادو ۱۸ ولایتونو ښوونیز مراکز تجهیز او زده کوونکو ته به د ټکنالوجۍ د زده کړو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

کاپیسا ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

د یاد سایټ د رغنیزو چارو له جریان څخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي مولوي دلاور برهان،  اترا ادارې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
Background image

خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم...

بېرته خبرونه ته