کاپیسا ولایت کوهبند او حصه دوم ولسوالیو کې د دوو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه
کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت کوهبند او حصه دوم ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې دوو سایټونو د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.
د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.