MTN مخابراتي شرکت ته د 3G خدمتونو جواز ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن چهار شنبه د ۱۳۹۱ کال د غبرګولي د میاشتې په ۳۱مه نېټه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د 3G جواز هوکړه لیک داترا اداري د رییس انجنیر عبدالوکیل شیرګل او د MTN شرکت رییس حسن جابر  ترمنځ لاسلیک شو.

 یاد کنفرانس چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوی وه دمخابراتو وزیر انجنیر امیرزي سنګین، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو مرستیالانو اوMTN شرکت رهبري پلاوې ګډون درلود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین په دغه غونډه کې وویل: د افغانستان حکومت هوډمن دی چې خپلو خلکو ته د پرمختللو هېوادونو په څېر پرمختللی مخابراتی خدمتونو وړاندې کړې، نو دې موخي ته د رسېدو په هیله موږ د مخابراتو په برخه کې نن یو بل د پرمختګ ګام اخلو او د ام ټي ان مخابراتي شرکت ته د 3G یا درېیم نسل ټکنالوجۍ جواز ورکوو.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له هندوستان وروسته، سیمه کې لومړنی هېواد دی چې د یادې پرمختللی ټکنالوجۍ سهولتونو خپلو خلکو ته وړاندې کوي، تر اوسه زموږ ګاونډي هېوادونه ددې پرمختللې ټکنالوجۍ له امکاناتو څخه بې برخې دي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه  ددي جواز د صادریدو په صورت کې به په ټول هیواد کې د چټک انترنیټ خدمتونو پرمختګ وکړي او په نظر کې دی چې په راتلونکو دوه کلونو کې به ۵۰ سلنه وګړي به دانترنیټی خدمتونو څخه برخمند شي.

همدارنګه د مالیې وزیر ښاغلي عمر زاخلېوال د 3G جواز ورکړه اوهیواد ته  دیادې تکنالوجی راتګ یو پرمختتلی ګام وباله او خپلو خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د هغو تبلیغاتو تراغیزې لاندې رانه شي، چې ګواګې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کې د پانګونې حالت به ښه نه وي خو زه په ډاډ سره ویلی شم چې زموږ په هېواد کې به د پانګونې حالت ښه وي. هغه وویل چې دغه د ۲۵ ملیون ډالرو په ارزښت جواز اخیستل یوه ښه بېلګه ده.

د MTN مخابراتي شرکت ته د 3G جواز د ۲۵ میلیونو امریکایي ډالرو په بدل کې ورکړل شو، د یادونی وړده چې له اتصالات وروسته  دا دوهم مخابراتی شرکت دی چې د 3G جواز تر لاسه کوي.  

 

  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته