180 تنو د دولت کارکوونکو ته د سایبري امنیت پروګرام د فراغت سندونه وویشل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د لیندۍ (قوس) د میاشتې په ۷ مه نیټه د دولت 180 تنو کارمندانوته د سایبري امنیت په برخه کې د زده کړې وروسته د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کابل ښار په انټرکانتیننټال هوټل کې جوړه شوې وه ورکړل شو.

 په دغه جوره شوې غونده کی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي ایمل مرجان خبرې وکړې ویې ویل چی د سایبري بریدونو او ګواښونو پر وړاندې د ظرفیت جوړونې روزنیز پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو له ډیرو مهمو پروګرامونو څخه شمیرل کیږي، هغه زیاته کړه چې د موضوع اهمیت ته په کتو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي، بر سیره پر دې د سایبري امنیت ملي پالیسی چمتو او پلان یې جوړ شوی دی. او همدا راز د سایبري جرایمو په برخه کې پر دوو قوانینو هم کار شوی دی چې د توشیح څخه وروسته به د برښنایي جرایمو په وړاندې په ډیره جدي توګه چلند کیږي ، سرغړوونکو او مجرمینو ته به د قوانینو په رڼا کې جزا ورکوله کیږي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام د USAID يه مالي مرسته او د ورک پاد انټرنټي شرکت لخوا تطبیق شوی دی. همداراز د یادولو وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت لخوا د وړتیاوو د لوړولو لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ او برښنایز حکومتولۍ په برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته