‏ ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي، علماو شورا رئیس، سیمه ایزو چارواکو او ولسي خلکو سره لیدنه کړې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۵۱
ولایت نیمروز

د مخابراتو او معلوماتي او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد غرب او جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نیمروز ته تللی او هلته یې د یاد ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد، علماو شورا رئیس ښاغلي مولانا عبدالرحمن معتصمی، امنیه قومندانۍ استازو او ګڼو نورو سیمه ایزو چارواکو سره لیدلي د دوی ستونزې او مشکلات یې له نیږدې اوریدلی او د حل په موخه یې ډاډ ورکړی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني نیمروز ولایت له والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد سره د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا او د یاد ولایت لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځېدو په تړاو خبرې کړي.

دغې ناسته کې د نیمروز ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ته ښه راغلاست ووایه او په نیمروز ولایت کې یې د مخابراتي ستونزو په تړاو ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني سره معلومات شریک کړل او غوښتنه یې وکړه چې د نیمروز ولایت هغه سیمې چې لا هم مخابراتي ستونزې لري مخابراتي چوپړ په موخه ورته پاملرونه وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د نیمروز ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد ته ډاډ ورکړ چې د نیمروز هغه سیمې چې لا هم محرومې دي او ولسونه یې مخابراتي آسانتیاو ته لاسرسی نه لري دغو سیمو لپاره به یو شمېر مخابراتي انټنونه په پام کې ونیول شي، ښاغلي وزیر صاحب نیمروز ولایت کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه او د یاد ولایت د والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد په غوښتنه د ( ۴ ) نویو مخابراتي سایټونو منظوري هم ورکړه چې په ټوله کې د ټي ډي اېف د لسمې پروژې له طریقه به یاد ولایت کې ۱۱ مخابراتي سایټونه محرومو سیمو کې جوړېږي چې ۷ مخابراتي سایټونه ورته پخوا هم پلان شوي وو، چې په فعالېدو سره به یې د نیمروز ولایت ډېری سیمه له مخابراتي آسانتیاو برخمنه شي، د یادونې وړ ده ښاغلي وزیر صاحب د نیمروز ولایت محلي رسنیو سره د خبرو په ترڅ کې روښانه کړه چې تر دې دمه یاد ولایت کې۱۲ مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ګڼ نور مخابراتي سایټونه به د یاد ولایت بېلابېلو او په خاص ډول محرومو سیمو کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲۲
Background image

د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۸
Background image

د دایکندي ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۳۵ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوی محمد نبی حنفی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال فارغینو ته...

بېرته خبرونه ته