یو شمېر مرکزي او سیمه اییز روغتونونه او د عامې روغتیا ولایتي ریاستونه له نوري فایبر سره ونښلول شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۱:۵۳
Fiber Optic

افغان ټلیکام شرکت، د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو پراساس، له ارزونې وروسته د دغه وزارت ۴۹ ولایتي ریاستونه او روغتونونه له نوري فایبر سره نښلوي.

په دغه لړ کې له نوري فایبر سره د شاوخوا ۱۷ روغتیايي مرکزونو د نښلولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او د پاتې مرکزونو چارې به هم د تړون له لاسلیکېدو وروسته بشپړې شي.

په کابل ولایت کې د عامې روغتیا ښاري روغتونونه:

له عامې روغتیا وزارت سره، د معلوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د هوکړې له مخې تازه د کابل ولایت له ښاري روغتونونو څخه (جمهوريت، ملالۍ زېږنتون او استقلال) روغتونونه له نوري فایبرسره نښلول شوي او وزیر اکبر خان او صحت طفل روغتونونو د نښلولو چارې روانې دي.

له نوري فایبر سره د روغتیایي مرکزونو د نښلولو په لړ کې، ډېری مرکزونو ته د پایپ او انټرنیټ کیبل غزولو کار بشپړ شوی، خو له انټرنیټ سره د ابن سینا روغتون نښلولو چارې ځنډول شوې او (SDH) چارې لا نیمګړې دي.

له انټرنیټ سره روغتیايي مرکزونو او ولایتي ریاستونو نښلولو په لړ کې، د ننګرهار ولایتي روغتون او لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست د نوري فایبر له کیبل سره وصل شوي او د ننګرهار روغتون، سمنګان، بلخ، هرات، جوزجان او وردوګو ولایتونو د ولسوالیو په ګډون څو ولایتي څانګې او روغتونونه فعاله شوي دي.

بله خوا له نوري فایبر سره د پروان ولایت ملکي روغتون او د پکتیکا، کندوز، کندهار، لوګر، نیمروز، بامیان، کاپیسا، بدخشان، خوست، کنړ، زابل، پکتیا، هلمند او فاریاب ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونه او د ملکي روغتون ریاست د نښلولو چارې ځنډول شوې دي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت اړوند، افغان ټلیکام شرکت تر دې دمه ټول وزارتونه، دولتي پوهنتونونه، ګمرکونه ، د ملي دفاع وزارت 50 ولایتي سایټونه، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست 50 سایټونه او ځینې نور ریاستونه د نوري فایبر په وسیله له انټرنیټ اسانتیاوو برخمن کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې له نوري فایبر سره د دې مرکزونو د نښلولو له لارې به افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د هېواد په 25 والایتونو کې دولتي او غیر دولتي ادارو ته د ښه ، با کیفیته او ارزانه خدمتونو وړاندېکولو لاره پرانیزي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ ، مخابراتو او ساینس وزارت د تازه پلانونو له مخې به راتلونکی کال د هېواد نهه نور ولایتونه هم د نوري فایبر پر مټ ارزانه انټرنیټ اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته