کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۵۷
ولایت کنر

کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اړوند ساؤ درې سیمه کې، د یوه مخابراتي سایټ د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته