کنړ ولایت د مرورې او وټه پور ولسوالیو کې سلام مخابراتي شبکې د نويو سایټونو جوړولو په موخه سروې وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۳ - ۱۲:۳۳
مخابرات ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس د کنړ ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ په عجب شاګۍ سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې نوي سایټ جوړولو لپاره  سروې تر سره شوه چې یاد سایت په جوړیدو سره به عجب شاګۍ، موړه کلی، کراوړو کلی، ترخو اوبو، شلخوا کڅۍ، تنګی، بلورو کلی، چورګله، چنار، ماڼو او پتاؤ) اکثره کلي د سلام مخابراتي شرکت خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي.

او همدا راز د یاد ولایت وټه پور ولسوالۍ د دیوزه کهنه کلي کې د سلام مخابراتي شبکې د نوي سایټ د جوړولو په موخه سروې وشوه چې د بشپریدو سره به یې د یادې ولسوالۍ قلعه قرو، کرونګ، ازار باغ، کټار، کمبیر، دیوزه جدید، دیوزه کهنه کلیو مخابراتي ستونزې حل شي

نوموړي سایټونه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د (ټي ډي اف) لسمې پروژې په مرسته جوړیږي چې ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل او د یادو سیمو محترمو اوسیدونکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د مرورې او وټه پور ولسوالیو محترمو اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

نورستان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې ۲ سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتو معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت په...

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

پنجشیر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا و برابرولو په موخه پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو معلوماتي...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زابل ولايت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو د برابرولو په موخه د زابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ...

بېرته خبرونه ته