کنړ ولایت د مرورې او وټه پور ولسوالیو کې سلام مخابراتي شبکې د نويو سایټونو جوړولو په موخه سروې وشوه

naweed_admin
Tue, Aug 13 2024 12:33 PM
مخابرات ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس د کنړ ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ په عجب شاګۍ سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې نوي سایټ جوړولو لپاره  سروې تر سره شوه چې یاد سایت په جوړیدو سره به عجب شاګۍ، موړه کلی، کراوړو کلی، ترخو اوبو، شلخوا کڅۍ، تنګی، بلورو کلی، چورګله، چنار، ماڼو او پتاؤ) اکثره کلي د سلام مخابراتي شرکت خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي.

او همدا راز د یاد ولایت وټه پور ولسوالۍ د دیوزه کهنه کلي کې د سلام مخابراتي شبکې د نوي سایټ د جوړولو په موخه سروې وشوه چې د بشپریدو سره به یې د یادې ولسوالۍ قلعه قرو، کرونګ، ازار باغ، کټار، کمبیر، دیوزه جدید، دیوزه کهنه کلیو مخابراتي ستونزې حل شي

نوموړي سایټونه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د (ټي ډي اف) لسمې پروژې په مرسته جوړیږي چې ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل او د یادو سیمو محترمو اوسیدونکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د مرورې او وټه پور ولسوالیو محترمو اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه خپله خوښي څرګنده کړه.