کندز ولایت کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د اتو (۸) سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۵:۵۴
ولایت کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اتصالات مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت د کندز ښار امام صاحب بندر کې د یوه سایټ، یو سایټ د کندز ښار په کوبه یې سیمه کې ، د دوه سایټونو ظرفیت دشت ارچی ولسوالۍ کې، یو سایټ آقتاش ولسوالۍ کې، یو مخابراتي سایټ علی آباد ولسوالۍ او د دوه سایټونو د انټرنټي خدمتونو ظرفیت چهاردرې ولسوالۍ کې ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې په ټوله کې د یاد ولایت بېلابېلو برخو کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۸ مخابراتي سایټونو ظرفیت د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې له مخې ۴ جي ته ارتقاء وکړه.

د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنیټ ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره اوسمهال د کندز ولایت د یادو سیمو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته