کندز ولایت مرکز کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د پنځو مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۴۹
ولایت کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اتصالاتو مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت د مرکز اړوند (سید آباد کوڅه، د رادیو تلویزیون سړک، سپین زر سرک، کندز پوهنتون او نوآباد خواجه مشهد) سیمو کې د پنځو مخابراتي سایټونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي مخابراتي شرکت د ۴جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره اوسمهال د کندز ولایت د مرکزي سیمو اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت د مرکزي سیمو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۵
Background image

دایکنډي ولايت په سنګتخت ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د دایکنډي ولايت سنګتخت ولسوالۍ په...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار کې د آټوما مخابراتي شرکت د خرڅلاو او پیرودونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د آټوما مخابراتي شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ څخه څارنه تر سره شوه.

د دغه مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسیدونکو ته با کیفیته، معیاري مخابراتي او...

بېرته خبرونه ته