کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای او ورسره مل پلاوي یې چې د هغه هېواد د تجارت مشاور هم پکې ګډون درلود د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني سره یې په کاري دفتر کې لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۲ - ۱۱:۲۲
دیدار سفیر ترکیه با وزیر مخابرات

پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر او تخنیکي معین محترم احمد مسعود لطیف‌رای میلمنو ته ښه راغلاست وویل او مننه یې ترې وکړه چې سختو شرایطو کې کابل کې پاتې شول او خپل سفارت یې ونه تاړه.
دغه ناسته کې دواړو لوریو افغانستان کې پر انټرنټي، ټکنالوجۍ او د ظرفیت لوړونې او افغانستان سره د زیربناو د جوړولو په برخه کې پر همکارۍ خبرې وکړې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست، ټیلي کمونیکیشن یا مخابرات د هېوادونو لپاره اړین او ټکنالوجي یې د اوسني عصر یوه اړتیا وبلله.

وزیر مخابرات

سرپرست وزیر د مخابراتو ټولې برخې اټرا، افغان پوسټ او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د ترکیې سفیر ته تشریح او په تړاو یې معلومات ورکړل او هیله یې ترې څرګنده کړه څو په دې برخو کې سرمایه ګذاري او یا هم د ظرفیت لوړونې لپاره مرسته وکړي او ډاډ یې ورکړ چې اوس افغانستان د سرمایه ګذارۍ لپاره د امنیت او د فساد د نشتون له کبله په شرایطو برابر هېواد دی.
د غونډې په دوام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي معین ښاغلي احمد مسعود لطیف‌رای د مخابراتو وزارت، کلیدي او مهمو برخو کې د ترکیې له هېواده د مرستې او یا هم د تخنیکي کادرونو د روزلو غوښتنه وکړه.
د ترکیې سفیر مخابراتي سکټور افغانستان کې مهم او د خلکو له ژوند سره تړلی وباله او ډاډ یې وښود چې کولی شي د انټرنټي زیربناو جوړولو په برخه کې ترکي شرکتونه پانګونې ته وهڅوي او دغې برخه کې له افغانستان سره همکار پاتې شي او ترکیه یې هغه هېواد وباله چې په روان وضعیت کې یې افغانستان کې په جرات سره سرمایه ګذارۍ ته زړه ښه کړی.
پای کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای ډاډ وښود چې کولی شي د مخابراتو، ښوونې او روزنې او د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرسته وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته