"ډیجیټل کول، ډیجیټلي سواد او مهارتونو پراختیا ته اړتیا لري"
د ډیجیټل مهارتونو د ودې په موخه د ولسمشرۍ د ویاند مرستیالې آغلې فاطمه مورچل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند ښاغلي نصرالله نصرت ناصري او “Her Afghanistan” موسسې چارواکو لخوا ګډ مطبوعاتي کنفرانس د دولتي رسنیو په مرکز کې جوړ شو.
لومړی، د ولسمشرۍ د ویاند مرستیالې محترمې فاطمه مورچیل د ډیجیټل سازۍ اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د هر هغه پروګرام چې د ډیجیټل کیدو په برخه کې اغیزمنه وي ملاتړ کوي، او د سیستمونو ډیجیټل کول د افغانستان د حکومت یو له مهمو برنامو او لومړیتوبونو څخه دی.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند ښاغلي نصرالله نصرت ناصري بیا د ډیجیټلي سواد او مهارتونو پراختیا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رول او پلانونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د مخابراتو وزارت مشرتابه پلان لري چې ډیجیټلي سواد زده کړې او مهارتونو ته وده ورکړي او په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د ټولنیزو شبکو سره په همغږي د کاروونکو ډیجیټلي سواد زده کړې او پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د هر هغه پروګرام چې د ډیجیټل کولو په برخه کې موثر دي او له موږ سره د ډیجیټلي موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي ملاتړ او هرکلی یې کوي.
د نن ورځې پروګرام چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او یو شمیر اړوندو بنسټونو په همکارۍ د “Her Afghanistan” لخوا تنظیم شوی و د فېسبوک په ګډون، د ټولنیزو رسنیو یو شمیر مشهور کاروونکي به په افغانستان کې د فیسبوک کلتوري سفیرانو په توګه وټآکې.
دا اشخاص د یادې موسسې لخوا د دوی د فعالیتونو او فېسبوک په کارولو کې د بریا، د فالورانو شمیر او په ټولنه کې د دوی اغیز او دریځ له مخې غوره شوي دي.
