پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دوو سایټونو د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اتصالات مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه سایټ انټرنېټي خدمتونه له 3G څخه 4G ته او سروبي ولسوالۍ کې له 2G څخه 3G ته لوړشول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اتصالات مخابراتي شرکت د 3G او 4G انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت د برمل او سروبي ولسوالیو اړوند اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې کړي.
د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت د برمل او سروبي ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.