پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې د ۱۹ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۳۱
ولایت پکتیا

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې په ۱۹ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۲۵۰) تنه زدکوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه چې له آزموینې وروسته به بریالي کسان یادې دورې ته جذب شي.

د یادونې وړده چې د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې د مایکرو سافټ آفیس او انټرنټ برخو کې د مجربو استادانو له لوري په نظري اوعملي بڼه زده کړه ورکول کېږي، چې له فراغت وروسته کولای شي په دې برخه کې خپلې ستونزې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې حل کړي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته