په ۱۳۹۹ کال کې د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت پلانونه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۸:۱۴
MCIT E-gov

۱- د برېښنایي حکومتولۍ پراختیا او چوکاټ:

حکومتولي هغه لړۍ ده، چې د دولتي بنسټونو عمومي چارې اداره کوي، د عامه سرچینو مدیریت کوي، او په ټولنه کې د وګړو له حقونو ملاتړ کوي. د دغه تعریف له مخې ښه حکومتولي د خلکو په مرسته د عمومي بنسټونو په چوکاټ کې د نظام ښه مدیریت ته پاملرنه کوي، د فساد پر ضد مبارزه کوي، په مالي چارو کې روڼتیا او مسئولیت منل د ښې حکومتوالۍ مهم عناصر دي.

همداراز ښه حکومتولۍ له هغې لړۍ څخه عبارت ده، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په کارولو سره د فساد او وخت ضایع کیدو مخه نیسي او د خدمتونو وړاندې کولو بهیر کړندی کوي. پرمختللې او متمدنه نړۍ، د معلوماتي ټکنالوجۍ په مرسته توانیدلی چې په کم وخت خپلو ټاکلو موخو ته ورسیږی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښې حکومتولۍ له پالیسي سره سم د برښنایی حکومتولۍ پروګرام پیل کړی، چې روڼتیا رامنځته کول، له اداري فساد سره مبارزه او وګړو ته په لنډ وخت کې غوره خدمتونه وړاندې کول یې اساسي موخې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، له اساسي قانون سره سم په ۱۳۹۹ کال کې د ترتیب شوي پلان پر بنسټ د هیواد د پرمختګ په موخه د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو لپاره مهم کارونه تر سره کړي دي.

د برېښنایي حکومتولۍ موخې او ښېګڼې:

  • د خنډ رامنځته کوونکو تشریفاتو راکمول
  • د برېښنایي خدمتونو وړاندې کول
  • برېښنایي اطلاع رسونه
  • د وګړو رضایت
  • د ملي واک کچې لوړول
  • ولسي ګډون
  • د ګټې اخیستنې ډیروالی
  • په چارو کې روڼتیا او د بډې اخیستنې مخنیوی
  • د اطلاعاتو پر بنسټ چټکه پریکړه
  • کار رامنځته کول

د برښنایي حکومتولۍ خدمتونه:

  • د ورکړې چاره
  • اسان دولتي خدمتونه
  • د لرې واټن مشاورتي خدمتونه
  • د دلالۍ خدمتونه
  • برېښنایي فورمې
  • نظر غوښتنه
  • کار موندنه
  • د احصایوي اطلاعاتو وړاندې کول
  • د بازار خدمتونو وړاندې کول
  • د برېښنایي پالیسي خدمتونه
  • سیاسی برېښنایي خدمتونه
  • رایه اچونه
  • د برېښنایي نوم لیکنې خدمتونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته