په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان سایبري چټک غبرګون ټیم (AFCERT) لاسته ړاونی او فعالیتونه

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۱ - ۱۳:۶
دستاورد ها و فعالیت های تيم عکس العمل سريع سايبري افغانستان (AFCERT)  سال ۱۳۹۷.

د افغانستان سایبري چټک غبرګون ټیم (AFCERT) د تېر کال په ترڅ کې، د نویو او د نړیوالو معیارونو مطابق تجهیزاتو له ترلاسه کولو سره توانیدلی چې د الکترونیکي – سایبري جرمونو په ډګر کې د پخوا په پرتله لا زیات، فعالیتونه ترسره کړي.
په همدې موخه په لنډ ډول باید وویل شي چې د افغانستان سایبري چټک غبرګون ټيم، د کمپوټري او سایبري – الکترونیکي پیښو څيړلو د یوازینۍ سرچینې په توګه، د تخنیکي چارو په استفادې سره، په لاندې برخو کې هم د عملیاتي چارو مسئولیت په غاړه لري.
- د وزارتخانو او نورو دولتي ادارو الکترونیکی – کمپیوټري سیستمونو د امنیت ټينګښت او همداراز د یادو سیستمونو پلټنه، کشف، کمزورو او آسیب لرونکو ټکو پیژندګلوي.
- د سایبري – کمپوټري - الکترونیکي قوانینو، مقرراتو، ستراتیژیو، طرزالعملونو او پالیسیو طرحو رامنځته کول.
- د کمپیوټري سیستمونو د امنیت د ټينګښت په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کول او همداراز د هیواد سایبري فضا په کچه د سایبري – کمپیوټري پیښو په اړه راپور ورکونه.
په همدې موخه د هیواد په کچه د الکترونیکي – کمپیوټري – سایبري پیښو څرنګوالي، د الکترونیکي – کمپیوټري – سایبري جرمونو د مبارزې او مخنیوي په اړه د لازیاتو معلوماتو ورکولو په موخه، د (AFCERT) په وسیله د سایبري پیښو لنډ چارت جوړ شوی او هغه موضوعات به را برسیره کړي چې څرنګه توانیدلي د هیواد په کچه د روان کال په ترڅ کې د الکترونیکي – کمپیوټري – سایبري سرغړاوونو کچه را ټیټه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته