په پکتیکا ولایت کې د نوري فایبر او سلام شبکې خدمتونه پرانستل شول
د روان کال د دلوې میاشتې په ۲۴مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین او ور سره ددغه وزارت لوړپوړي پلاوي او د پکتیکا د محترم والي ښاغلي محب الله صمیم لخوا د پکتیکا ولایت لپاره د نوري فایبر پروژه او د سلام شبکې خدمتونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغه یو ورځني سفر کې لومړی د پکتیکا والي ښاغلي محب الله صمیم د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ور سره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د خوښۍ ځای دی چې نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د جناب سنګین صاحب په مشرۍ دوه پروژې په پکتیکا ولایت کې پرانستل کیږي چې له شک پرته ددغه ولایت د اوسېدونکو په ژوند کې به مثبت بدلون راولي، ښاغلي صمیم د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت لاسته راوړنې بې نظیره او د قدر وړ وبللې او دیاد وزارت مشرتابه ته یې د نورو موفقیتونو او بریالیتوبونو دعا وکړه.
ور پسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم امیرزي سنګین خبرې وکړې او د یاد وزارت لپاره یې د نوري فایبر او سلام شبکې د خدمتونو پیلول حیاتي وبلل، هغه وویل: خوشحاله یم چې نن دغه ولایت ته سفر کوم او دا سفر ماته خاص اهمیت لري، نن په پکتیکا ولایت کې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي چې یوه یې د نوري فایبر خدمتونه دي او بل د سلام شبکې خدمتونه دي چې د پکتیکا ولایت نجیب ولس به ترې برخمن شي.
ښاغلي سنګین په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پکتیکا ولایت ته کار شوی خو په هغه بڼه نه چې باید ورته توجه شوې وای. هغه وویل چې له نیکه مرغه اوس مهال په حکومت او حکومت دارۍ او نورو بیا رغاونیزو چارو کې ورو ورو د بهرنیانو کار او ونډه کمیږي او ځای یې خپله افغانان نیسي چې دا ډېره مهمه خبره ده نو په دې اساس باید افغانان خپله مټې راونغاړي او د هېواد په سوکالۍ او پرمختګ کې خپله رغنده رول ولوبوي. ښاغلي سنګین په تېره یوه لسیزه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لاسته راوړنو ته اشارې وکړې او ویې ویل چې زموږ فعالیتونه نور هم دوام لري تر څو وکولای شو هېواد له دې لارې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودروو. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د انټرنټ او سلام شبکې په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د تري جي او نوري فایبر له لارې تر دې دمه څه باندې څلویښت سلنه هېوادوال انټرنت خدمتونو ته لاسرسی لري او سلام شبکه چې وړمه اونۍ د جلالتمآب حامد کرزي لخوا په کابل کې پرانستل شوه د پکتيکا په ګډون تر اوسه په اوو نورو ولایتونو کې یې خدمتونه پیل کړي دي.
د غونډې په بهیر کې په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازې آغلې ناجیې بابکرخیل، د پکتیکا د ولایتي شورا رییس او قومي مشرانو په وار سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او څرګنده یې کړه چې د مخابراتو وزارت یوازینی وزارت دی چې خلکو ته یې تر دې دمه د پام وړ خدمتونه تر سره کړي دي.
ددې ترڅنګ د همدې اونۍ په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات لخوا په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم د سلام شبکې خدمتونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او په عملي توګه یې خپل فعالیتونه شروع کړل.
بلخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام هم د سلام شبکې د خدمتو پیل په جوزجان، مزارشریف او بغلان ولایتونو کې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
سلام شبکه چې وړمه اونۍ د جمهور رییس حامد کرزي لخوا د یوې برتمینې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه د افغان ټیلی کام مخابراتي دولتي شرکت تر اثر لاندې رامنځته شوې چې د جی اس ام او تري جي په برخو کې فعالیت او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.