په پکتيکا ولايت مرکز ښرنې ښار کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د پېرودونکو خدمتونو څانګه پرانېستل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست په ګډو هڅو داتصالاتو مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پکتیکا ولایت په مرکز کې د مخابراتي خدمتونو د پېرودونکو نوې څانګه پرانیستله.
اوس د پکتیکا ولایت اوسیدونکي کولای شي له یادې څانګې څخه سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي او خدمتونه په آسانۍ سره ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل کړي.