په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو د شهیدانو د فاتحې او د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم تر سره شول
د روان ۱۳۹۳ کال د حوت د میاشتې په ۱۰ نیټه د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لوړپوړي چارواکو او مامورینو د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د وروستیو طبیعي پېښو د شهیدانو لپاره د قرآن عظیم الشان د ختم او د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړل.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او په خاصه توګه د پنچشیر په ولایت کې زمونږ هیواد وال د طبیعي حوادثو قرباني شوي دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هییت او کارکونکي د وروستیو ورښتونو او طوفانونو له امله د سر رامنځته شوي زیانونه یوه ستره ملي غمیزه وبلله او زیانمن شویو هیوادوالو په غم کې ځانونه شریک بولي او د عظیم الشان قرآن په ختمونو او د فاتحې مراسمو په تر سره کولو سره د پیښو شهیدانو ارواوو ته دعا وکړل.
همدا راز د فاتحې مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کورنیو چارو وزارت لخوا د نبوي جامع جوات کې هم واخیستل شو.