په هیواد کې د انترنتي بیو کموالی
د انترنتي خدمتونو په بیو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلي د اخبره ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر په همدې اړه جور شوي مطبوعاتي کنفرانس کې چې د وزارت رهبری هئیت ځینو غړو ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ مالی او اداری مرستیال،ښاغلیګل احمد راستمن د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت رئیس او د رسنیو استازو ګدون کري وو. وکړه.
په پیل کې ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر لنډه وینا وګره زیاته یي کره انترنتي خدمتونه په هیواد کې د نوري فایبر کبیل له فعالیدو څخه وړاندې د ستلایت له لارې ( ۳ تر ۴ ) زرو امریکايي دالرو یو میګابیت په ولایاتو او مرکز کې وړاندې کیدل.د نوری فایبر کیبل په نښلول سره سم د انترنت په بیوکې د پام وړ کموالي رامنځته شوي دي چې په مرکز او ولایاتو کې یومیګابیت ( ۱۵۰۰) امریکايي دالرو ته را ټیټ شوي دي .
ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین د نوري فایبر کیبل د پروژيي او پرختیا په اړه وویل : د نوري فایبر کیبل په دغو ولایاتو کې کابل،پروان،سمنګان،بلخ،حیرتان،میمنه،کندوز،شیرخان بندر،ننګرهار،تورخم،میدان وردګ،کندهار،سپین بولدک،او هرات کې فعال دی او همدارنګه افغانستان له کاوندیو هیوادونو سره لکه ازبکستان،تاجکستان،او ایران سره د نوري فایبر له لارې نښلول شوی دی.
ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین همدارزوویل د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت په هیواد کې یواځني او ترټولو لوی د نوری فایبر له لارې دانترنت د باند وید چمتو کونکي دي. او تل یي کوښښ کړی دی چې نړی وال چمتو کونکي د باندوید په بیوکې کموالي راولي او له دي لارې په هیواد کې انترنتي خدمتونه په تیټه بیه هیواد والوته رړاندې کړي.
هغه بیې چې ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبری هئیت او د افغان تیلي کام د رئیس له خوا تائید شويوواعلان شول.
۱- د انترنت بیه له ۱ mbڅخه تر MB۵۰ یو میګا بیت ۹۰۰امریکائی دالره
2- د انترنت بیه اضافه تر ۵۰ mb تر ۱ STM یو میګابیت ۷۵۰ امریکائی دالره
3- د انترنت بیه یو سرکیت له ۱۵۵ څخه تر ۱- STM dیو میګابیت ۷۰۰ امریکايې دالره
۴- د انترنت ( ۱۲۸ ) Kbps ظرفیت ۱۱۵ امریکايې دالره
۵- د انترنت ( ۲۵۶ ) Kbps ظرفیت ۲۲۵ امریکايې دالره
۶- د انترنت (۵۱۲ ) Kbps ظرفیت (۴۵۰ امریکايې دالره
د بیوکموالي یواځي د مخابراتي او انترنتي شرکتونو ته په پام کې نیول شوي دي. د یادولو ده چې یاد شوي مخابراتي او انترنتي شرکتونه به په خپلو بیو کې کموالي راولي.
همدارنګه د یادونې وړه ده چې د DSL په خدمتونو کې ټول تال ۴۰ سلنه کموالي راغلی چې په لاندې ډول دي.
۱- مخکې نې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ = Kbps ۱۲۸اوسنۍ بیه ۱۵۰۰ افغانۍ
۲- مخکینه بیه ۵۰۰۰ افغانۍ = Kbps۲۵۶۱۲۸ اوسنۍ بیه ۳۰۰۰ افغانۍ
۳-مخکینه بیه ۱۰۰۰۰ افغانۍ = Kbps۵۱۲ اوسنۍ بیه ۶۰۰۰ افغانۍ
۴- مخکینه بیه ۲۰۰۰۰ افغانۍ= Mb۱ اوسنۍ بیه ۱۲۰۰۰ افغانۍ
همدارنګه زموږ هیواد وال کولاشي چې د DSLخدمتونهڅخهد کابل ،مزارشریف،کندز،جلال آباد،هرات اوکندهارپه ښارونو کې ګټه واخلی .
دغه چوپړتیاوی د ثور له ۱۱ /۱۳۹۰ کال دولتي او غیردولتي پیرودنکوته وړاندې کیږي چې د اقتصاد په وده کې ځانګري رول لري.