په هیواد کې د انترنتي بیو کموالی

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د انترنتي خدمتونو په بیو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلي د اخبره ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر په همدې اړه جور شوي مطبوعاتي کنفرانس کې چې د وزارت رهبری هئیت ځینو غړو ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ مالی او اداری مرستیال،ښاغلیګل احمد راستمن د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت رئیس  او د رسنیو استازو ګدون کري وو. وکړه.

په پیل کې ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر لنډه وینا وګره زیاته یي کره   انترنتي خدمتونه په هیواد کې د نوري فایبر کبیل له فعالیدو څخه وړاندې د ستلایت له لارې ( ۳ تر ۴ ) زرو امریکايي دالرو یو میګابیت په ولایاتو او مرکز کې وړاندې کیدل.د نوری فایبر کیبل په نښلول سره سم د انترنت په بیوکې د پام وړ کموالي رامنځته شوي دي چې په مرکز او ولایاتو کې  یومیګابیت  ( ۱۵۰۰) امریکايي دالرو ته را ټیټ شوي دي .

ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین د نوري فایبر کیبل د پروژيي او پرختیا په اړه وویل : د نوري فایبر کیبل په دغو ولایاتو کې کابل،پروان،سمنګان،بلخ،حیرتان،میمنه،کندوز،شیرخان بندر،ننګرهار،تورخم،میدان وردګ،کندهار،سپین بولدک،او هرات کې فعال دی او همدارنګه افغانستان له کاوندیو هیوادونو سره لکه ازبکستان،تاجکستان،او ایران سره د نوري فایبر له لارې نښلول شوی دی.

ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین همدارزوویل د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت په هیواد کې یواځني او ترټولو لوی د نوری فایبر له لارې دانترنت د باند وید چمتو کونکي دي. او تل یي  کوښښ کړی دی چې نړی وال چمتو کونکي د باندوید په بیوکې کموالي راولي او له دي لارې په هیواد کې انترنتي خدمتونه په تیټه بیه هیواد والوته رړاندې کړي.

هغه بیې چې ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت رهبری هئیت او د افغان تیلي کام د رئیس له خوا تائید شويوواعلان شول.

۱- د انترنت بیه له ۱ mbڅخه تر MB۵۰ یو میګا بیت  ۹۰۰امریکائی دالره

2- د انترنت بیه اضافه تر ۵۰ mb  تر ۱ STM  یو میګابیت ۷۵۰  امریکائی دالره

3- د انترنت بیه یو سرکیت له ۱۵۵ څخه تر ۱- STM dیو میګابیت ۷۰۰ امریکايې دالره

۴- د انترنت  ( ۱۲۸ )  Kbps  ظرفیت ۱۱۵ امریکايې دالره

۵- د انترنت  ( ۲۵۶ ) Kbps  ظرفیت ۲۲۵  امریکايې دالره

۶- د انترنت  (۵۱۲ ) Kbps ظرفیت (۴۵۰ امریکايې دالره

د بیوکموالي یواځي د مخابراتي او انترنتي شرکتونو ته په پام کې نیول شوي دي. د یادولو ده چې یاد شوي مخابراتي او انترنتي شرکتونه به په خپلو بیو کې کموالي راولي.

همدارنګه د یادونې وړه ده چې د DSL  په خدمتونو کې ټول تال ۴۰ سلنه کموالي راغلی چې په لاندې ډول دي.

۱- مخکې نې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ = Kbps  ۱۲۸اوسنۍ بیه ۱۵۰۰ افغانۍ

۲- مخکینه بیه ۵۰۰۰ افغانۍ = Kbps۲۵۶۱۲۸ اوسنۍ بیه ۳۰۰۰ افغانۍ

۳-مخکینه بیه ۱۰۰۰۰ افغانۍ = Kbps۵۱۲ اوسنۍ بیه ۶۰۰۰ افغانۍ

۴- مخکینه بیه ۲۰۰۰۰ افغانۍ= Mb۱  اوسنۍ بیه ۱۲۰۰۰ افغانۍ

همدارنګه زموږ هیواد وال کولاشي چې د DSLخدمتونهڅخهد کابل ،مزارشریف،کندز،جلال آباد،هرات اوکندهارپه ښارونو کې ګټه واخلی .

دغه چوپړتیاوی د ثور له ۱۱ /۱۳۹۰ کال دولتي او غیردولتي پیرودنکوته وړاندې کیږي چې د اقتصاد په وده کې ځانګري رول لري.

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی شکین ولایت پکتیکا

به منظور ارائه خدمات مخابراتی و انترنتی به مناطق دورافتاده کشور، سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی شرکت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های یک تعداد شبکه های مخابراتی در ولایت سمنگان

در جریان این نظارت، اطمینان حاصل شد که تاکنون سیمکارت‌هایی که از طرف شبکه‌های مخابراتی برای نمایندگی های...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های جدید در ولایت ننگرهار

طی این نظارت مشخص شد که جریان فروش سیمکارت‌های جدید شبکه‌های مخابراتی در این ولایت...

بازگشت به خبر