په نوري فایبر د پوهنې د شپږو موسسو نښلول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان کال د لیندۍ د میاشتې په ۵ مه د کابل ښار شپږ مسلکي لیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي امیرزی سنګین او د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر فاروق وردک   لخوا د یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له نوري فایبر سره ونښلول شول.

په دغه غونډه کې ښاغلي امیرزي سنګین خبرې وکړې او  د معلوماتي ټکنالوجۍ د ارزښت په اړوند یې مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل: چې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستنه د ژوند په ټولو برخو لکه روغتیا، زده کړو، لوړو زده کړو، امنیت او حکومتداری کې خورا لوړ اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له اړخه، معلوماتي ټکنالوجۍ د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د پوهنې او روزنې په بهیر کې د پام وړ اغیزه کړې، د معلوماتي ټکنالوجۍ په واسطه استادان او شاګردان کولای شي د خپل زده کړې په بهیر کې نویو او مډرنو تدریسی میتودونو ته لاسرسی پیدا کړي.

همدا راز ښاغلي سنګین زیاته کړه: چې معلوماتي ټکنالوجۍ په حکومتدارۍ، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې کیفیت، چټکتیا او شفافیت رامنځته کړی دی. او لازمه ده چې پوهنه د هر هیواد د یو مهم رکن په حیث پر معلوماتي ټکنالوجۍ سمباله شي تر څو استادان او شاګردان د پوهنې په برخه کې هم د نړۍ سره سیالۍ ته چمتو شي.

ښاغلي امیرزي سنګین وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د الکټرونیکي حکومتدارۍ د ستراتیژۍ سره سم او د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د پوهنې وزارت سره لاسلیک شوی اوسمهال په کابل ښار کې د پوهنې وزارت اړوند شپږ مسلکي موسسې له نوري فایبر سره وصل کړې او د کمپیوټر لابراتوارونه او د فزیک، کیمیا، بیولوژي او ریاضي مضامینو لپاره د 3D فلمونو پر بنسټ لکچر مواد ځای پر ځای کړي.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر فاروق وردک په نوري فایبر د کابل ښار د زده کړو شپږو مسلکي لیسو د نښلولو څخه یې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: چې معلوماتي ټکنالوجۍ ستراتیژیکه وسله ده.

ښاغلي وردک زیاته کړه: چې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په کارولو سره اوس مونږ کولای شو چې ټول تعلیمي نصاب په سافټ وییر کې ځای پر ځای کړو او په ټول هیواد کې به په ډیر لوړ کیفیت د ګتې اخیستنې په موخه خلکوته رسیږي.

ښاغلي فاروق وردک وویل: چې د نوري فایبر سره د ښوونځیو نښلول به هره تدریسي ټولګی له نړۍ سره وصل کړي او شاګردانو ته به دا زمینه برابره کړي چې د درسي موادو د معلوماتو سمندر ته لاسرسۍ ولري.

ښاغلي وردک د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې د هیواد پرمختګ د سیمې په کچه بی سارۍ وباله اود معلوماتي ټکنالوجۍ څخه پر مثبت ګټه اخیستنې  یې ټینګار وکړ. او د مخابراتو وزارت د کړنو څخه چې په ډیر کم وخت کې یې هیواد له سیمې سره سیال کړې قدرداني وکړه.

د یادولو وړ ده چې د کابل ښار د پوهنې وزارت اړوند ( د کابل میخانیکي انستیتیوت، د معلم د روزنې مسلکي انستیتیوت، د سید جمالدین دارالمعلمین، د معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت، د نابینایانو لیسه او د جمهوریت مسلکي) موسسې له نوري فایبر سره وصل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

بېرته خبرونه ته