په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د شتمنیو ثبت او پلټنې پوهاوي سیمینار جوړ شو
د شتمنیو د ثبت او بررسۍ د پوهاوي سمینار د ولسمشرۍ د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او پلټنې دفتر لخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د مخابراتو وزارت د پالیسۍ او پروګرام معینیت، د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.
د یاد سمینار په ترڅ کې د شتمنیو ثبت څرنګوالی، د شتمنیو ثبت او پلټنې دفتر معرفي کولو، د خپرولو قانون، د شتمنیو ثبت فورمو ډکولو او آنلاین خپرولو سیسټم معرفي کولو، او نورو موضوعاتو په اړه اړین معلومات او لارښوونې ورکړل شو.
د سیمینار په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف راي د دولتي چارواکو د شتمنیو د خپرولو، ثبت او پلټنې پر اهمیت خبرې وکړې.نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دغه پروګرام به د شفافیت، حساب ورکونې او اداري فساد په کمولو کې اغیزمن او مهم رول ولوبوي. همداراز په دغه برخه کې د مخابراتو وزارت مشرتابه پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
ورپسې د شتمنیو ثبت او پلټنې ادارې چارواکي په وار سره د دولتي چارواکو او کارکوونکو شتمنیو ثبت (مالي، لوژستیک او محاسبې څانګې)، خپرولو، ثبت او بررسی قانون، او همدارنګه په آنلاین او فزیکي ډول د شتمنیو د راجستریشن فورمو د ډکولو په اړه لارم توضیحات ورکړل.
د شتمنیو د ثبت او پلټنې دفتر سلاکار ښاغلي امان الله شینواري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دې برنامې پلي کول نړیوالې ټولنې ته د افغانستان حکومت یو له مهمو ژمنو څخه دی.