په لوګر ولایت کې د نوري فایبر اف ټي ټي اچ (انټرنیټ تر کوره ) پروژې کار بیا پیل شو

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د هڅو او کوښښونو پر اساس، د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د پراختیا په موخه، د نوري فایبر اف ټي ټي اچ پروژه چې د ځینو تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله موقتي ډول درېدلې وه د دې ولایت د مرکز په پنځه ناحیو کې بېرته پیل شوه.
همداراز، د ۲۰۷ کیلومترو په اوږوالي د نوري فایبر د غځولو پروژې کار چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا منظور شوې ده، به ډېر ژر د یاد ولایت په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو د بشپړېدو سره به، د لوګر ولایت اوسېدونکي چټک او باکیفیته انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې هوارې شي.