په لومړي ځل د پکتيکا ولايت په تروې ولسوالۍ کې انټرنېټې او مکالماتي خدمتونه پيل شول
د هېواد جنوب شرق ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې چې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او همدا راز لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د برابرولو په موخه ترسره شوی و د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو او اوسېدونکو د غوښتنې په اساس ۴۴ مخابراتي انټنونه منظور کړي وو چې د یادو مخابراتي سایټونو له ډلې د پکتیکا ولایت ووړممۍ ولسوالۍ وروسته د تروې ولسوالۍ مخابراتي سایټ هم ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شو چې له مخې به یې د یادې ولسوالۍ د ګڼو برخو مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل شي.
په ټوليز ډول د پکتیکا ولایت بیلابیلو محرومو او لرو پرتو سیمو کې ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړېږي چې ۴۴ یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري یاد ولایت ته د سفر پر مهال منظور شؤي او ۲۹ نور مخابراتي سایټونه د ټي ډي ایف لسمه پروژه کې یاد ولایت ته ځانګړي شوي وو.
