په لغمان ولایت کې د غیر قانوني سیم کارتونو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو
د ۱۳۹۸ کال د وری میاشتې په ۱۹مه نيټه د مخابراتو وزارت مقام د هدایت سره سم د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست تر مشری لاندې ددغه ولایت د امنیتي او کشفي ارګانونو او اترا ادارې سره په ګډه د قرغیو ولسوالۍ له بازار څخه ۱۴۹ سیم کارتونه چې په غیر قانوني ډول راجستر او د خرڅلاو په موخه اېښودل شوي راټول او ونیول.
د غیر قانوني سیم کارتونو پلورونکو ته په ټينګار سره وویل شول که د بیا ځل له پاره یاد عمل تکرار کړي، پلورنځی به يې وتړل شي، پلورونکي به څارنوالۍ ته معرفي شی او قانوني چلند به ورسره وشي.