په سایبري فضا کې د ښځو ځواکمنتیا لپاره د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۸:۴۱
ورکشاپ جرایم سایبری

یاد ورکشاپ د اطلاعاتو سیسټمونو د امنیت ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست لخوا د سایبري امنیت په برخه کې د ښځو د پوهاوي لوړولو په موخه د دوه ورځو لپاره په لاره اچول شوی و.

په دې ورکشاپ کې شاوخوا ۶۰ تنو ښځو برخه اخیستې وه.

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ، سایبري فضا، ویجاړونکي سافټویرونه، ویروسونه او د لیږدیدو څرنګوالی، د ویروس ډولونه او په کمپیوټر کې د ویروس نښې نښانې، کمپیوټر ته د ویروس د ننوتلو مخنیوی او د فیسبوک امنیتي لارښوونې فعالولو لارې، په دویمه ورځ د سایبري جرایمو موخې، د سایبري جرمونو ډولونه او د دې مخنیوي لارې، د فشینګ برید لینک، د سایبري جرم قانون د جزا کوډ، د WhatsApp امنیتي لارښوونې فعاله کول، هک کول او د مخنیوي لپاره یې عملي لارې هغه موضوعات وو چې دوی ته د پریزنټیشنونو له لارې تدریس شول.

ورکشاپ جرایم سایبری

د تدریس پرمهال، ګډونوالو هر یوه د موضوع اړوند پوښتنې راپورته کړې، چې د اطلاعاتو سیسټمونو د امنیت ریاست کارپوه ښاغلي محمد حسن جبارخیل او ښاغلي عبدالله سرفراز د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

په سایبري فضا کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د پوهاوي پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري لخوا د مارچ په اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په لاره اچول شوی و. د اطلاعاتو سیسټمونو د امنیت ریاست رئیس ښاغلي محمد حسیني په وینا، ورته پروګرامونه به په راتلونکي کې د نورو وزارتونو لپاره هم په لاره واچول شي.

ورکشاپ جرایم سایبری

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته