په دوبۍ کې د مخابراتو نړيوالې اتحاديې کنفرانس کې وېنا

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۹ - ۱۲:۳۱
45163637_1972301249733759_805069947230224384_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي د مخابراتو نړيوالې اتحاديې کنفرانس کې د خپلې وېنا وړاندې کولو تر څنګ، د افغانستان د مخابراتو سکټور ته ددغه اتحاديې د خاصې پاملرنې څخه مننه وکړه.

لکه څنګه چې ټول پوهېږي، مخابرات زموږ په ژوند کې عمده رول لري او په اقتصادي او سياسي برخو کې د پرمختګ سبب ګرځي. له نېکه مرغه افغانستان هم د مخابراتي خدماتو څخه برخمن دی او په دې برخه کې بېلابېل پرمختګونه لیدل کېږي.

محترم آريوبي د کنفرانس ګډونوالو ته يادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تازه د مخابراتو وزارت سټراټيژيک پلان کې د ICT د لارې نقشه يا روډمپ ځای کړی چې په عملي کېدو سره به يې د افغانستان په سطحه نږدې ۷۰٪ حکومتي طرزالعملونه الکټرونيکي شي او ښوونځي او روغتونونه به د انټرنېټ سره وصل شي.

د افغانستان د مخابراتو وزیر زیاته کړه چې د ډيجيټل کاسا پروژه او د نوري فايبر پراختيا په افغانستان کې د دولت له مهمو پروګرامونه څخه دي چې د مرکزي آسيا هېوادونه د اروپا او جنوبي آسيا هېوادونو سره وصلوي او د افغانستان نږدې ۸۹ سلنه خاوره د GSM او ګرځنده مبایلونو د خدماتو تر پوښښ لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۵ کاله وړاندې د مخابراتو په برخه کې هېڅ کار نه و شوی او په هېواد کې مخابراتي خدمات په نشت حساب وو.

د يادولو ده چې اوسمهال د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه اوسېدونکي با کېفيته مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري.

محترم شهزاد آريوبي وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو او کوششونو په پايله کې د انټرنېټ في میګابایټ قيمت له ۳۰۰۰ ډالرو څخه ۶۰ ډالرو ته را کم شوی دی.

همدا شان محترم آريوبي د خپلې وېنا په ترڅ کې یادونه وکړه چې په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو پراختيا او په همدې توګه مشترکينو ته په کمه بیه د انټرنيټي خدماتو وړاندې کول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له عمده موخو څخه دي، تر څو زموږ هېوادوال په کمو بيو د ډيجيټل نړۍ سره وصل شي
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته