په بلخ کې د سلام شبکې رئیس ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريالانو د توهين په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر سپارښتنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۵:۱
Order of the minister of Communications and IT on insulting the Afghan Voice Agency Correspondent

کابل- افغانستان( د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي دفتر)
تأریخ: 1/ 5/ 1398

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمي په بلخ کې د سلام شبکې د رئیس ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريال د توهين په اړه جدي توګه د افغان ټېلې کام شرکت مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې دا دوسيه وڅېړي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدا راز ټینګار وکړ چې د وزارت مشرتابه ته د خبريالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتريخوالی او ناوړه چلند د منلو نه دی او همېش به دا ډول مواردو ته په چټکه توګه رسيدګي کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر وویل: ( د بلخ ولایت د سلام شبکې رئیس د ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريالې مېرمن رحيمه يزداني د توهین په اړه خبر شوم، ډېر خواشینی شوم. زما لپاره د منلو نه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکي او د وزارت اړوند هر کارکوونکی د خبريالانو سره تند چلند وکړي. له دې کبله مې د افغان ټېلې کام ریاست ته چې د وزارت تر چتر لاندې کار کوي، چټک هدایت ورکړی چې په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي او نتيجه يې د وزارت د مشرتابه سره شریکه کړي.)

د خبريالانو څخه ملاتړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کليدي لومړيتوبونو څخه یو دی او همېشه پر وخت اطلاع رسونې ته ژمن دی چې خبريالان په دې برخه کې د اطلاع رسونې مخکښان دي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته