په بامیان ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانیستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۳ کال د ثور میاشتې په ۲۱ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات او ورسره د دغه وزارت لوړ پوړي پلاوي لخوا په بامیان ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانستل شو.

ددغه سفرپه لړ کې د مخابراتو وزارت  مالی او اداري مرستیال او ورسره پلاوي ته د یاد ولایت  د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډه کې چې د سلام شبکې د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړه شوې وه ګډون یې وکړ.

ښاغلي سادات په دغه غونډه کې خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړاو د سلام شبکې د خدمتونو پیلول یې حیاتي وبلل، هغه وویل: چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي د خلکو په اوسني ژوند کې بنسټیز رول لوبوي، ښاغلي سادات زیاته کړه: چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي د هر راز او بیلابیلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې په پراخه توګه هیواد والو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي تر څو ګران هیواد په یوه معلوماتي ټولنه بدل شي.

همدا راز ښاغلي سادات د افغان ټیلي کام سلام شبکې  خدمتونو د ګټو په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې  سلام شبکې د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه په انټرنټي بیو کې ټیټوالی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په مخابراتي بازار کې سیالۍ ته وده ورکول دي.

همدې موخې ته د رسېدو لپاره افغان ټیلي کام چې یو دولتي شرکت دی د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سلام 3G ټکنالوجۍ  خدمتونه یې بازار ته وړاندې کړل.

ښاغلي سادات د خپلو خبرو په دوام وویل: چې د ډیرې خوشحالۍ ځای دی چې نن د بامیان په تاریخي ولایت کې د سلام 3G شبکه پرانیستل کیږی او د بامیان ولایت شریفو خلکو ته فرصت تر لاسه کیږي چې د انترنټ خدمتونو څخه په خپلو چارو کې ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده چې دبامیان ولایت والي ښاغلي غلام علی وحدت وویل: چې د سلام شبکې پرانیستل یونیک او د قدر وړ عمل دی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته