په اوونیزه اختصاصي غونډه کې د وزارت د بودیجې لګښت او پراختیایي پروژو وضعیت وارزول شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۶:۳۳
معصومه خاوری

د بودبجې د لګښت په اړه اوونیزه غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او د پروژو اړوند مسؤلینو په ګډون جوړه او د مسؤلینو د اجرااتو ګزارشونه ارزیابي او وڅیړل.

پدې ناسته کې د وزارت پراختیایي پروژو وضعیت د معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا پروژه، د کاسا ډیجیټل پروژه، د بریښنایي تصدیقونو زیربنا، د معلوماتو ملي مرکز د کلوډ په زیربنا بدلول او د انټرنیټ د تبادلې مرکز جوړول په ګدون د پروژو په اړه د مسئولینو اجراات او د بودیجې لګښت څرنګوالی په هراړخیره توګه وڅیړل شول.

جلسه هفته وار مصرف بودجه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د یادو پروژو د اداري چارو او تدارکاتي پروسو پر ګړندیتوب او پروژو د پرمختګ په وړاندې د خنډونو په لرې کولو ټینګار وکړ. ټولو مسئولینو او رییسانوته لارښوونه وشوه ترڅو د پروژو پلي کیدل پخپلو کاري لومړيتوبونو کې راولي او په راتلونکې اونیزه ناسته کې د پروژو د پرمختګ په اړه د خپلو واقعي اجراتو ګزارشونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته