په انلاین توګه د پاسپورټ اخیستلو پروسه تر سره کړئ

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۸/۱۵ - ۱۶:۲۱
45506142_1975612399402644_4231808960098729984_n

آسان پاسپورټ په چټکه او آسانه توګه د عامه خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې يو نوښت دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې د افغان متخصصينو له خوا رامنځته شوی او ډېر ژر به رسما افتتاح او د هېوادوالو د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

د آسان پاسپورټ سره په انلاين توګه د پاسپورټ اخیستلو ډیری پروسې ساده او په چټکه توګه تر سره کېږي او د وقت د ضايع کېدلو او په اوږدو قطارونو کې د درېدو مخه نیسي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د عامه خدماتو پروسو د ساده کولو په موخه همدا شان د نورو ټولو دولتي ادارو سره همکاري کوي او د وزارت تخنيکي ټيمونه د اسانتياو رامنځته کولو او غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره هڅې کوي، تر څو د نويو ټکنالوجيکي سيسټمونو او الکټرونيکي حکومتولۍ لپاره زیربناوې چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته