په افغانستان کې الکترد معلوماتي ټکنالوجۍ له لارې روغتيايي خدمات پېلېږي

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۴/۵ - ۵:۳
kjhkjhkj

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پلان کې لري چې د عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ په هېواد کې الکترونيکي روغتيايي خدمات وړاندې کړي. 
ددغه هدف د تر لاسه کولو لپاره د مخابراتو وزارت محترم وزیر ښاغلي شهزاد اريوبي د خپلو لیدنو په ترڅ کې نن د "On Point Cyber" کمپنۍ اجرائيوي رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په هېواد کې د روغتيا سکټور کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر پراختيا (Telemedicine)، د معلوماتو خونديتوب(Cyber Security) او همدا شان د انټرنیټ د بنډویټ د مدیريت په موخه د یو ځانګړي سيسټم په رامنځته کولو خبرې وکړې. 
د ياد شرکت مسؤولينو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره به د الکترونيکي روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي او د دغه موخې تر لاسه کولو لپاره د ځانګړو سيسټمونو په جوړولو کې به پوره ونډه واخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې سږ کال په ازمايښتي بڼه د کابل جمهوريت روغتون، د پکتيا روغتون او د سمنګان روغتون د Telemedicine له لارې سره وصل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته