په افغانستان کې، د ISPs شرکتونو له استازو سره د محمد فهیم هاشمي لیدنه

Author image
enayat_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۵:۳۱
m

یکشنبه، د روان کال کب میاشتې څلورمه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په افغانستان کې د انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو له استازو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو، د افغان ټلیکام شرکت له خوا د انټرنیټ عمده بییو راکمولو سربېره پر فایبر اسانتیاو، د ټلویزیون غره پر امنیتي ناخوالو، فریکونسۍ او تدارکاتي ستونزو خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې، محمد فهیم هاشمي استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه: «انټرنیټي اسانتیاوې د ډیجیټلي ټولنې اساسي اړتیا حسابیږي، په دغه برخه کې د لا زیاتو لاسته راوړنو په موخه باید د حکومت د تازه پالیسۍ له مخې (وایکو سیسټم) رامېنځته شي.»

m


نوموړي زیاته کړه: «زمونږ یوازینۍ موخه د خصوصي سکټور ملاتړ او ودې ته کار کول دي، ځکه خو د افغان ټلیکام شرکت له خوا عمده انټرنیټ له کوم توپیري چلند پرته وېشل کیږي»
د دغې لیدنې په پای کې، په افغانستان کې د انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو استازو له مخابراتو وزارت سره د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۶:۳۲
Background image

د وزارت د رهبرۍ ناسته او د پرمختیايي بودیجې پر رڼه او اغېزناکه لګونه ټينګار

 د مالوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د رهبرۍ پلاوي نن ( یکشنبه د چونګاښ میاشتې پر پنځلسمه نېټه) د سپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه چې پر مهال یې د بودیجې پر سمه. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اړوندو چارو پر چټکتیا، د مخابراتو وزارت مشرتابه د رهبري هییت ټینګار


نن سه شنبه د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې لسمه نېټه، د معلوماتي ټکنالوژۍ، ساینس او مخابراتو وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په مشرئ، د اداري هییت او بېلابېلو برخو رییسانو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۶:۱۸
Background image

د مخابراتو سکټور وده، د مخابراتي شرکتونو او سکټوري بنسټونو په ژمنتیا پورې تړلې ده


د معلوماتي ټکنالوژۍ، ساینس او مخابراتو وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي، نن یکشنبه د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ میاشتې اتمه نېټه، د ولسي جرګې مالي، بودیجې، محاسبې او بانکي چارو کمیسیون په. . .

بېرته خبرونه ته