پنجشیر ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۵
مخابرات ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري دنوموړي ولایت په مرکز بازارک کې د ام ټي ان، افغان بيسيم ، سلام، روشن او اتصالات مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه

د څارنې په ترڅ کې مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلو، ثبت او راجسټریشن پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلی کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او خپلو پیرودونکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د پیرودونکو د ستونزو دحل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې پنجشیر ولایت کې موجوده مخابراتي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته