واسطه لرونکي خلک به د رسنيو پر وړاندې افشا شي!

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۶:۱۴
MCIT: to apply reward and punishment system

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د مشتریانو د خدماتو مرکز له بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې په ترڅ کې ددغه شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې باید متعهد و اوسي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د کارکوونکو د صادقانه کار ملاتړ کوي، د هیڅ شخص حق باید ضایع نه شي او په کاري وخت کې دې په جدي توګه عدالت پلی شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د مکافات او مجازات سیستم به په جدي توګه عملي کېږي او هر شخص چې واسطه وکړه د رسنيو پر وړاندې به د خلکو سره شريکېږي.

په پای کې ښاغلي هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د پراختيا او ودې په موخه ژمنه وکړه، ددغه شرکت د مسؤولينو له هڅو او کارونو يې مننه او د شرکت د پرمختګ لپاره يې د ګټورو ګامونو اخیستلو په موخه له ټولو د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته