هرات ولایت کې مخابراتي فریکونسیو کې د مداخلې یوشمیر دستګاو فعالیتونه ودرول شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۸:۳۵
Repeter

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې، مخابراتي مکالمو او فریکونسیو کې د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه د هرات ولایت په یو شمیر مرکزي سیمو کي د مخابراتي شرکتونو سایټونو ته څېرمه مخابراتي سیګنالونو کې د مداخلې یا ریپیټر دیوشمیر دستګاوو فعالیتونه د هرات  ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د آترا ادارې او د یادو مخابراتي شرکتونو د مسلکي انجینرانو په همکارۍ ودرول شول.

د يادونې وړ ده، چې د هرات ولايت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاينه وکړه او د یاد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له هڅو يې خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته