نکسا څنګه په افغانستان کې انټرنیټ ګړندي، خوندي او نرخونه کموي؟

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۱:۱۳
نکسا چگونه باعث سرعت

نکسا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مهمه پروژه ده، چې په ۱۳۹۷ کال کې رامنځته شوېده او د هغې د پراختیا مرحلې روانې دي.

یاده زیربنا د هغې د پیل راهیسې د ۲۴ څخه ډیرو شرکتونو سره چې انټرنیټی خدمتونه وړاندې کوي وصل شوې او خپل خدمتونه چمتو کوي.

د افغانستان انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) فزیکي زیربنا ده چې له لارې یې د انټرنیټ او اطلاعاتو ترافیک د ځایی انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو (Internet Services Providers) لخوا تبادله کیږي.

د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې مرکز (NIXA) د لاندې فعالیتونو د تر سره کولو په موخه رامینځته شوی دی:

  1. د معلوماتو محرمیت ساتل.
  2. د بانډویډ لګښت کمول.
  3. د انټرنیټ سرعت او کیفیت لوړولږ
  4. په افغانستان کې د داخلي انټرنیټ ترافیک لپاره ګیټوې رامینځته کولږ

د نکسا پروژې یوه موخه د افغانستان د داخلي انټرنیټ ترافیک لپاره د داخلي ګیټوې رامینځته کول دی، چې د معلوماتو امنیت او محرمیت ساتلو لپاره خورا اغیزمن دیهمداراز د هیواد داخلي ترافیک ګړندی کولو کې هم لوی رول لوبوي، ځکه چې د انټرنیټ ترافیک به نور پخوانۍ اوږده سفر ونه کړي.

د انټرنیټ تبادلې مرکز رامینځته کیدو څخه وړاندې، د انټرنټ خدمتونو وړاندې کونکو له بیلابیلو هیوادونو څخه انټرنیټ پیرل او په افغانستان کې هیڅ کورنی ګیټوې نه وه رامینځته شوې، انټرنټ د نورو هیوادونو له ګیټوې څخه تیریدل چې د معلوماتو امنیت او محرمیت د نه خونديتوب، او د  انټرنیټ د ټیټ سرعت او لوړې بیېلامل و.په ورته وخت کې ، د معلوماتو له لاسه ورکول د اوږد سفر له امله هم ممکن و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته