نوري فايبر ته د ازاد لاسرسي پاليسي تجديد او خصوصي سکتور ته د جوازونو ورکړه تصويب شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جلالتماب جمهور رئيس په رهبرۍ د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې په اساس نوري فايبر ته د ازاد لاسرسي پاليسي تجديد او خصوصي سکتور ته د ښاري او منطقوي جوازونو ورکړه او نرخونه تصويب شو. په دې اړه د مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې (اترا) رئيس ښاغلي نجيب عزيزي د اقتصاد عالي شورا ته معلومات ورکړل او د دې پاليسۍ د تطبيق او ګټو په اړه يې خبرې وکړې. جمهور رئيس د ازاد رسي پاليسي Open Access Policy د ټکنالوجۍ په پرمختګ او د خصوصي سکتور په وده کې مهم ګام وباله. 
نوري فايبر ته د ازاد لاسرسي سره به خصوصي سکتور تقويه شي. نوري فايبر به له انحصاره وځي او هم به ټولو ښاري او لرې پرتو سيمو ته پراختيا وکړي. دا مهال د هېواد ۲۵ ولايتونو ته نوري فايبر غځېدلی او پاتې ۹ ولايتونه به هم د ۲۰۱۸ کال تر پايه وصل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته