نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۲۲
نورستان

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو په موخه د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ ګډوال سیمه کې د اټرا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه او همدا راز اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې رغنیزې چارې دې د قرارداد مطابق تر سره کړي.

د منډول ولسوالۍ ګډوال سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت د مخابراتي سایټ په جوړېدو سره به د یادې ساحې ډیری محرومې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.