ننګرهار ولایت کې د یوشمیر پوستي او کارګو شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۲۲
ولایت ننگرهار افغانستان

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس ننګرهار ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې  یوشمیر پوستی او کارګو شرکتونو مسئولینو ته سپارښتنې وشوې چې د غیر قانوني خدمتونه له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او پوسټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبیح الله (ذکی) د پوسټي خدمتونو د څارنې، عوایدو لوړولو، دپوسټي چوپړتیاو...

بېرته خبرونه ته