ننګرهار ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۵۰
Ningarhar Afghanistan

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت په اساس ننګرهار ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې درې کارګو شرکتونه چې غیر قانوني ډول یې فعالیت کاوه فعالیتونه یې متوقف او دفترونه یې لاک او مهر شؤل.

او همدا راز ځینو نورو پوستی او کارګو شرکتونو ته چې په یادو برخوکې یې فعالیت کاوه سپارښتنه وشوه تر څو غیر قانوني خدمتونه ترسره نه کړي.

د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۶:۲۷
Background image

خوست ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د خوست ښار د متون په ماجاني، د دوه سوه فامیلیو (B) پروژې، د مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکې اود تڼیو ولسوالۍ په دورملکه سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

بېرته خبرونه ته