ننګرهار ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۵۶
ننگرهار

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت په اساس ننګرهار ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې دوه کارګو شرکتونه چې غیر قانوني ډول یې فعالیت کاوه فعالیتونه یې متوقف او دفترونه یې لاک او مهر شؤل.

او همدا راز ځینو نورو پوستی او کارګو شرکتونو ته چې په یادو برخوکې یې فعالیت کاوه سپارښتنه وشوه تر څو غیر قانوني خدمتونه ترسره نه کړي.

د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو د کارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته