ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۶:۵
ولایت ننگرهار

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو رياست او ګډ کميسیون له لوري د پوستي خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې د یاد ولایت یو شمېر هغه شرکتونه چې د اپرا جواز یې نه درلودل او خدمات یې وړاندې کول فعالیتونه یې متوقف او دفاتر یې لاک او مهر شؤل او همدا راز د کارګو ځینو شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه او تعهد ترې واخیستل شو تر څو غیر قانوني پوستي خدمتونه ترسره نه کړي.

دیادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه دپوستي خدمتونو د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

د زابل ولایت مرکز کلات کې دوه سایټونه د ۴جی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل ولایت مرکز کلات کې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د افغان بیسیم مخابراتي...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۱
Background image

د غزني ولایت مرکز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په موخه ۱۲ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز نو آباد، مغلان، ګوډلې، لب دریا، اربابا صاحب، محبس سیمې، بکاول...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۳
Background image

د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ کې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ چې د موسی خیلو ولسوالۍ کې یې رغنیزې چارې پیل شوي جوړېدو سره...

بېرته خبرونه ته