ننګرهار ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت له لوري ۴جي انټرنيټي خدمتونه پیل شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۶
ولایت ننگرهار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونې او د ولایتي ریاست په هڅو ننګرهار ولایت کې روشن مخابراتي شرکت خپل ۴جي خدمات پیل کړل چې له مخې به یې د یاد شرکت مشترکین وکولای شي ښه خدماتو ته لاسرسی ولري.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي ذبیح الله ذکي دغې ولایت کې د مخابراتي خدمتونو پر کیفیت لوړوني او لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو په پراختیا ټینګار وکړ. د ښاغلي ذکي په خبره ننګرهار یو ګڼ مېشتی ولایت دی او اړتیا ده چې دې ولایت کې مخابراتي چوپړ ډېر او کیفیت یې لوړ شي نوموړي له ټولو مخابراتي شرکتونو غوښتنه وکړه چې ننګرهار ولایت ته باید ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو ولسونه یې له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي، د ښاغلي ذکي په خبره دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس هڅه کوي ننګرهار ولایت کې د مخابراتي خدمتونو کیفیت سم او لرو پرتو سیمو ته مخابراتي چوپړ ورسوي.

د یادونې وړ ده اوس مهال ننګرهار کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیت د ډېرېدو سربېره هلته د اف ټي ټي اچ ( فایبر تر کوره)  پروژې د عملي کېدو چاری هم جریان لري چې له مخې به یې انټرنیټي مزي د ننګرهار مېشتو ولسونو تر کوره غځېږي او دوی ته به په لوړ کیفیت انټرنیټي چوپړ وړاندې کېږي او همدا راز د یاد ولایت محرومو سیمو لپاره ۲۴ مخابراتي سایټونه د (ټي ډي اېف) له بودیجې منظور شوي چې تر ډېره بریده یې ودانیزې چارې مخې ته تللي او بشپړېدو سره به یې د ننګرهار ولایت ډېری هغه سیمې چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې یې نه درلودې له مکالماتي او انټرنیټي چوپړ څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته